د کندهار یو شمېر خلک: د یونیسف تړل شوي درسي ټولګي دې بیرته پیل شي
بلخوا په کندهار کې یوې سرچنې ازادي رادیو ته تایید کړې چې یونسیف ادارې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی ،که دغه ټولګیو ته د بیا پیل اجازه ور نه کړل شي نو بودیجه به یې نورو ولایتونو ته ولېږدوي .
د طالبانو د پوهني وزارت په تیره اپریل میاشت کې په کندهار او هلمند کې د دغه زرګونو محلي ټولیګو د تړل کیدو امر ورکړ .
له دې جملې یوازې په کندهار کې شاوخوا ۱۵۰۰ محلي ټولګی تړل شوي دي .
د نورو جزییاتو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ او زموږ د همکار راپور واورئ: