رزمي لوبې؛ افغان لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه یوه امریکایي سره سیالي لري
جاوید بشارت به له امریکايي ویکتور هنري سره په ۶۱ کیلو وزني کټګورۍ یا بنټموېټ کې مخ شي.
د دوی لوبه د یو اف سي سازمان په ۲۹۴ پړاو کې تنظیم شوې چې تمه ده نن ماښام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب وشي.
بشارت ۱۴ لوبې ګټلي او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې. ویکتور هنري بیا ۲۳ لوبې ګټلي او ۶ یې بایللي دي.
د یو اف سي د نن شپې په اصلي لوبه کې د نړۍ اتل اسلام مخاچف له اسټرالیايي الکساندر ولکونوسکي سره مخ کېږي.
دوی یو وار مخکې هم لوبه کړې وه چې اسلام پکې بریالی شوی وو.
په دویمه اصلي لوبه کې حمزه چماییف له کمارو عثمان سره لوبه لري.