نواز شریف له ۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته بیا پاکستان ته ستون شو
نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، په لندن کې له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته اوس غواړي چې د جنوري میاشتې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ډېر ملاتړي خپل کړي.
ټاکل شوې ده چې نواز شریف به نن په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.
نواز شریف په داسې وخت کې پاکستان ته ستون شوی دی چې دغه هېواد له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی.
نوازشریف په دوه زه نولسم کال کې وروسته له پاکستانه ووت چې د فساد په یوه قضیه کې محکوم شو.