امریکا: د افغانستان ګاونډیان دې افغانانو ته د استوګنې اجازه ورکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یو بیان کې د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې له کډوالو سره د چلند په برخه کې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو لپاره د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه مهلت ټاکلی دی چې له دې هېواده ووځي که نه په جبري ډول به وایستل شي.
اسلام آباد وايي اوسمهال له اولس لکو ډېر افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې دېره دي.