اوکرایني چارواکي: پر زاپوریژیا د روسیې بریدونو کې پنځه ملکیان وژل شوي
د زاپوریژیا والي یوري مالاشکو ازادي راډیو ته وویل چې دغه توغندي د خلکو د اوسېدو پر ودانیو لګېدلي او زیاته یې کړه چې د استوګنې پر یوه اپارتمان د یوه راکټ د لګېدو په پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه وروسته پر ټیلګرام چینل ولیکل چې پر یوې ودانۍ د S-300 ډوله الوتکې ضد یوه توغندي د لګېدو په نتیجه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور چې تري تم شوي و، مړي یې د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې راوایستل شول.
د زاپوریژیا والي ازادي راډیو همدارنګه وویل چې په دغه برید کې په ښکاره کوم پوځي هدف نه و په نښه شوی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې او اته اپارټمانونه یې ویجاړ شوي دي.
هغه ویلي چې هر هغه څه به ترسره کړي ترڅو د ده په وینا تروریستي دولت عدالت ته راکاږي.