د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله څلورمه لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله
د نیوزیلنډ لوبډلې په دغې لوبه کې افغان لوبغاړو ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې ونه شوای کولای چې دغه هدف پوره کړي او په ۳۵ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې تراوسه په دغه نړیوال جام کې یوازې انګلستان ته ماتې ورکړې، خو بنګلهدېش او هند ته یې هم خپلې لوبې بایللي دي.
په دې جام کې د افغانستان بله لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.
نن هم د بنګلهدېش او انګلستان ترمنځ لوبه ده چې د کابل په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي.