د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو
په هغو تصویرونو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس خپاره کړي یو شمېر خلک په داسې حال کې لیدل کېږي د طالبانو بیرغونه ورسره دي.
د باختر د راپور له مخې معترضانو له فلسطینیانو سره خواخوږي وښوده او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې څخه یې ملاتړ وکړ.
په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد مظاهرې وشوې.