اسراییلو ویلي د حماس ډلې پرضد حملو ته دوام ورکوي
![اسراییلو ویلي د حماس ډلې پرضد حملو ته دوام ورکوي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-cd35-08dbcb1c2d4d_tv_w800_h450.jpg)
د راپورونو له مخکې اسراییلو د اکتوبر پر ۱۲مه هم د غزې تړانګې پر یوشمېر برخو بمباري کړې ده. اسراییلو او حماس ډلې په بریدونو او نښتو کې یو بل ته مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو په سفر دی. اسراییلیو ځواکونو د غزې زیاتره برخو ته د خوړو او نورو اړینو شیانو د لېږد لارې تړلې دي او د بمبارۍ له کبله زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.