د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اسراییلو ته تللی دی
![د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اسراییلو ته تللی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c992-08dbcaf833d7_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.