د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: لندن او ویانا کې افغان سفارتونو خپل قونسلي خدمات ځنډولي
دې وزارت نن پر خپله ایکس شبکه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې ویلي یې دي چې سر له نن ( د اکتوبر له ۸ مې) په دغو سفارتونو کې د پاسپورنو تمدید، د ویزو صدور، د وثایقو او نورو اسنادو تایید د نه شفافیت او د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه دي.
له دې مخکې د هسپانیا او هالند په ګډون په یو شمېر لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبره کړې وه.