اوکرایني چارواکي: د روسیې د برید له کبله د ایزمایل بندر تاسیسات زیانمن شوي
دا د دې ښار له هغو دوو بندرونو یو دی، چې اوکراین ورڅخه د خپلو غله جاتو د صادرولو لپاره کار اخلي.
د اودیسه والي اولیه کیپر په ټلګرام کې لیکلي چې په دغو حملو کې د غله جاتو یوه زېرمه او ۹ لارۍ زیانمن شوي او اور بل شوی دی.
کیپر ویلي چې د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو په ایران کې جوړې شوې درې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی دی.