د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان خوشې کړي
![د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان خوشې کړي](https://gdb.rferl.org/305806cc-43e1-49c1-9e83-70859c400936_cx11_cy2_cw55_w800_h450.jpeg)
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پنځه خبریالان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي دي.
دغې مرکز نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطا الله عمر، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
بلخوا د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن د یو بیان په خپرولو سره ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې د شکایتونو د کمېسیون او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې د کمېسیون له لارې تعقیب کړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له زندان څخه د دې پنځو خبریالانو د خوشې کېدو خبره په داسې حال کې کوي لا هم د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر خبریالان او مدني فغالان د طالبانو په بند کې دي.