اوکراین: د روسیې تازه بریدونو لږ ترلږه ۵ ملکیان وژلي
یوه سیمه ییز چارواکي، نن "د اګست ۲۹ مه" وویل، په ختیځ او سویل دواړو خواوو کې جګړه روانه ده او اوکرایني ځواکونه د ستراتېژیک ښار میلیتوپول پر لور پر مخ روان دي.
د دونیتسک سیمه ییز والي پاولو کیریلینکو نن وویل، "روسانو د دې سیمې پنځه اوسیدنکي ووژل" او څلور نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، په ماریوپول او ولنواس کې هم قربانیان شته، خو شمېر يې معلوم نه دی.
د ملکیانو له دې مرګ ژوبلې راپورونه په داسې حال کې دي، چې پرون د پولتاوا په خیتځه سیمه کې پر یوې فابریکې د روسیې د توغندیو په برید کې درې ملکیان وژل شوي وو.
یوکس د خرسون په جنوبي ښار کې هم وژل شوی دی .