په تاجکستان کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي
په تاجکستان کې تر زورور ورښت او توپان وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي.
د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې نن د اګست په ۲۸مه ویلي چې دغه تلفات د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې اوښتي دي.
چارواکو ویلي چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د چارواکو په حواله لیکلي چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.