طالبانو نیول شوی ایراني خبریال خوشې او د ایران سفارت ته سپارلی
د ایران تسنیم اژانس وایي، چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ولایتي د خوشې کیدو خبر ورکړی.
د راپورونو له مخې، ولایتي تېره شپه ازاد او په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.
ولایتي تېره اونۍ د شنبې په ورځ هغه وخت ونیول شو، چې د کابل د هوایي ډګر له لارې بیرته ایران ته ستنیده.