کرزی طالبانو ته؛ هند د ښځینه ساینسپوهې په مشرۍ فضا ته لاره وکړه، نجونې زده کړو او کار ته پرېږدئ
ښاغلي کرزي په خپل فیسبوک کې د دې غوښتنې ترڅنګ لیکلي دي، چې سپوږمۍ ته د هند د چاندریان درې فضایي بیړۍ بریالی ماموریت د هندۍ ساینسپوهې میرمن ریتو کریډال شریواستوا په په مشرۍ ترسره شو.
د پخواني ولسمشر په وینا د هند د دې ستر پرمختګ عامل تعلیم او علم ته توجه ده.
د هند فضایي بیړۍ چاندریان درې د چهارشنبې په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې کښیناسته.