د ملګرو ملتونو خبرداری؛ نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
دې سازمان پرون پر خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کښلي، په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناکرارۍ، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله بشري بحران زیات شوی او د غذايي فقر ترڅنګ د خوارځواکي او ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی.
د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د ۲۰۰۲۱ له اګست څخه ۱۸ میلیونه او ۴ لکه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي وو، خو د سږ کال په اګست کې دا شمېر ۲۸ میلیونو او ۸ لکو ته زیات شوی دی.
د دې ادارې په وینا، که مرستې دوام ونه کړي په افغانستان کې به ۸ لکه ۷۵ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.