په جمهوریت کې د پوځي اکاډمي ځینې فارغان د طالبانو له توپیري چلنده شکایت کوي
د ملي پوځي اکاډمي ځینې فارغان چې له څلور کلنو زده کړو وروسته د کابل پوځي ښوونیز مرکز ته معرفي شوي، ادعا کوي چې په دې مرکز کې توپیر چلند ورسره کېږي.
دوی چې وايي، شمېر یې ۳۸۴ تنو ته رسېږي، له ازادي راډيو سره یې په خبرو کې زیاته کړه چې په غیر رسمي وخت کې په ښوونیزو کورسونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي او کله هم چې د دې ستونزې د حل لپاره ځینې محصلان له دې مرکز څخه بهر شوي، اوس بېرته د طالبانو له لوري اجازه نه ورکول کېږي چې پوځي مرکز ته دننه شي.
له دې ډلې د ملي پوځي اکاډمۍ یو فارغ چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د توپیري چلند له امله ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي: "له موږ سره توپیر چلند کېږي او له ستونزو سره یې مخ کړي یوو. دا چې د دې ستونزو د حل لپاره موږ له مرکز بهر راووتلو، اوس بېرته د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي. دا د جمهوریت د وخت خلک دي چې په امارت کې فارغ شوي دي، دغه یې یو لامل دی."
د ملي اکاډمۍ یو بل فارغ هم چې د کابل ښوونیز مرکز ته معرفي شوی، هم ادعا کوي چې د ستونزو د حل لپاره یې ډېرې هڅې کړي، خو په وینا یې چا یې غږ نه دی اورېدلی.
دا هم چې د ورته ستونزې له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "د مسلکي زده کړو لپاره د کابل تعلیمي مرکز ته معرفي شوي وو، خو هلته له موږ سره توپیر چلند کېږي او هیچا هم زموږ دې ستونزې ته رسیدنه نه ده کړې."
که څه هم د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د ملي اکاډمي د فارغانو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ملت ته د حساب ورکولو په ناسته کې وویل چې د طالبانو د پوځ په لیکو کې د جمهوریت د وخت پوځیان هم شته او له کوم توپیر پرته خپل کار کوي او دغه شان ۶۰۰ هغه فارغان یې هم جذب کړي دي چې په بهر کې یې پوځي زده کړې وې.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، حکم یې ورکړی، د پوځي اکاډمۍ هغه فارغان چې درې کاله زده کړې یې په جمهوریت او یو کال یې د طالبانو په واکمنۍ کې کړي، د دفاع وزارت په چوکاټ کې مقرر شي، خو اوس یاد فارغان د طالبانو په پوځي لیکو کې له توپیري چلند شکایت کوي.
د یادونې ده چې د ځینو ملکي ادارو کارکوونکو هم د ورته توپیري چلندونو په اړه شکایتونه کړي وو چې ځینو یې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د دې چلندونو له امله د دندو پرېښودو ته اړ شول.
که څه هم طالب چارواکو تل ادعا کړې چې په حکومت کې یې ټولو افغانانو ته ځای شته، خو په دوی نیوکې کېږي چې له بیاواکمنېدو وروسته یې تر ډېره هڅه کړې، په ټولو ملکي، پوځي او حتی مسلکي برخو کې خپل کسان وګوماري او هغوی یې له دندو لرې کړي چې د کلونو تجربه او مسلکي پوهه لري خو په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی دی.