افغان تکواندو کار د جنوبي کوریا نړیوالې سیالۍ وګټلې
۳۲ کلن شهزاد چې د ازادي راډیو سپورټي خبریال هم دی، وتوانید چې د دولسو سمټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي رقیب ته چې څوځلې یې نړیواله اتلولي خپله کړې، ماته ورکړه او د سروزرو مډال یې خپل کړ.
شهزاد چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړی دی، مخکې یې په کابل کې د تکواندو سیالیو اتلولي هم خپله کړې وه.