بخښنې نړیوال سازمان: ایران دې د وژل شویو ازادي غوښتونکو ښځو د کلیزې نمانځلو اجازه ورکړي
دغه غوښتنه داسې مهال کیږي، چې د ایران امنیتي ځواکونو هڅې کړي چې د ځورونې او ډار له لارې د قربانیانو کورنۍ غلې او له مجازاتو ځان خوندي کړي.
د بشري حقونو دغې ډلې نن په یوه بیان کې وویل، چې د یوه نوي څیړنیز راپور موندنې ښیي چې ایراني چارواکو د قربانیانو د کورنۍ غړي په خپل سرنیولي او توقیف کړي او پرسوله ییزو لاریونونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي او هم یې په هغو هدیرو کې چې د قربانیانو مړي ښخ شوي، شناختې یې نړولې دي.
امنیستي انترنشنل د ایران په لسو ولایتونو کې د ۳۶ هغو کورنیو وضعیت څیړلی، چې په وروستیو میاشتو کې یې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا بشري حقونه نقض شوي دي.
په هغو اعتراضونو کې چې د تیرکال په سپټمبرکې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې پیل شوي، په لسګونو کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.