افغان تکواندوکار خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړې
د افغانستان تکواندو فدراسیون د خبر له مخې، دغه سیالي نن په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فیسټيول په ترڅ کې ترسره شوه، چې ښاغلي رضايي په پرله پسې دواړو پړاوونو کې خپل پاکستانی سیال مات کړ او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
نوموړی به په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا له لوبغاړي جونیون جیون سره سیالي کوي.