په پاکستان کې د عیسویانو یو شمېر کلیساو او لسګونو کورونو ته اور اچول شوی
د پاکستان د پنجاب د فیصل اباد په جړانواله سیمه کې قران کریم ته د سپکاوي له یوې ادعا وروسته د مسلمانانو یوې ډلې د ځایي عیسویانو یو شمېر کلیساوې او په لسګونو کورونو ته اور ورته کړ.
پولیس او د سیمې اوسېدونکو رویټرز اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون وروسته تر دې رامنځته شوه چې د سیمې مسلمانانو وویل چې دوو تنو عیسویانو د قرانکریم پاڼې څېرلي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
په سیمه کې یوه عیسوي، شکیل مسیح رویټرز اژانس ته وویل چې کله دوی د مسلمانانو د برید خبر واورېد نو ده او یو شمېر نورو عیسویانو خپل کورونه پرېښودل.
د پنجاب چارواکي وایي چې پولیسو پرون ناوخته د دې پېښې په تړاو تر سلو ډېر هغه کسان نیولي چې په ویډیویي تصویرونو کې پېژندل شوي دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ودانت پاټېل پرون خبریالانو ته وویل چې واشګټن پر کلیساو او کورونو دې برید ته ژوره اندېښنه لري او پر اسلام اباد غږ کوي چې د پېښې بشپړ تحقیقات وکړي.