د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او فرانسه نن په منځ لوبه کې لوبیږي
![د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او فرانسه نن په منځ لوبه کې لوبیږي](https://gdb.rferl.org/C2E669B3-CB95-48C4-8E6A-1139C5630AE9_w800_h450.jpg)
د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې په منځلوبو یا کوارټر فاینل کې نن استرالیا او فرانسه د لوبې میدان ته وځي.
د دې خبر د خپریدو تر شېبې هیڅ لوبډلې ګول نه دی وهلی.
تمه ده، چې د انګلستان او کولمبیا تر منځ سیالۍ په څو ساعتونو کې پیل شي.
د نن ورځې ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.
د جمعې ورځې په لوبو کې اسپانیا او هالنډ نیمه پایلوبې ته وتلي وو.
د ښځینه فوټبال نړیوالو جام د استرالیا او نیوزیلند په کوربتوب د جولای میاشتې په شلمه پیل او د اګست تر شلمې دوام کوي.