نن د ځوانانو نړیواله ورځ ده
![نن د ځوانانو نړیواله ورځ ده](https://gdb.rferl.org/9ab1be53-478f-4789-8069-30441bf05b4b_w800_h450.jpg)
نن د اګسټ دوولسمه د ځوانانو نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په ټوله نړۍ کې ځوانان د هغو مسایلو په اړه غږ پورته کوي چې د دوی نسل ته مهم دي.
هغه زیاته کړې، دی له ځوانانو سره درېږي او د سوکاله، مساوي او انعطاف وړ راتلونکي لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.
د ځوانانو نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته،په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د بېلابېلو لاملونو له مخې وطن پرېښودو ته اړ شوي.
تر خوا یې د بېروزګارۍ کچه ډېره پورته تللې او ځوانان نیوکه کوي چې له لوړو زدهکړو سره سره، دندې نه ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت بیا له دې ټولو ناخوالو سره له ځوانانو غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي.