په پاکستان کې وسلهوالو د واکسیناتورانو یو پولیس ساتونکی وژلی
د بنو پولیسو یو چارواکي محمد زمان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې دا برید پرون د بنو پر میریان سړک شوی دی.
د هغه په خبره په برید کې د کامران په نوم یو پولیس ساتونکی لومړی ټپي او بیا وروسته ساه ورکړې ده.
برید کونکي له سیمې تښتېدلي.
د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د پولیو ناروغۍ پر ضد ماشومانو ته د ساسکو ورکولو مهم کمپاین دوام لري.
پاکستان کې په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې د پولیو پر ټیمونو وخت په وخت وسلهوال بریدونه کېږي.