چین کې سېلابونه؛ ۱۰ تنه مړه او لسګونه زره نور بې ځایه شوي
د چین د هبي ایالت په بایودینګ ښار کې په وروستیو سېلابونو کې لس تنه مړه او ۱۸ نور نادرکه شوي دي.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا ارقام نن چارواکو اعلان کړي.
د چارواکو په خبره، نن له غرمې مخکې د بایودینګ ښار څه باندې شپږ سوه زره اوسیدنکي چې له خطر سره مخامخ وو، نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو شاهد دی.
دا بارانونه په ۱۴۰ کلونو کې بې مخینې دي.