ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟
![ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟](https://gdb.rferl.org/E78F9CBF-2434-4932-8492-A251D2883880_w800_h450.jpg)
د صحت نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شېدو ورکولو د اهميت په ډاګه کولو په موخه لمانځي. دې ادارې د ۲۰۲۳م کال په خپل کمپاين کې دا پوښتنه پورته کړې چې يوه کار کوونکې مور څنګه وکولای شي چې خپل ماشوم ته پر وخت شودې يا پۍ ورکړي؟