نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په اړه خپل نوی راپور خپور کړی
نړیوال بانک زیاتوي، سره له دې چې په ۲۰۲۳م کال د سوداګرۍ کسر زیات شوی، خو د دې کال له جنوري څخه تر جولای پورې د افغانۍ ارزښت د لویو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی.
د نړیوال بانک د اقتصادي څارنې د راپور له مخې شرکتونو د ۲۰۲۳ کال په جون کې له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو کې د ښه والي راپور ورکړی.
د طالبانو حکومت د نړیوال بانک د دې راپور هرکلی کړی.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لیرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.
نړیوال بانک په افغانستان کې د انفلاسیون د کمښت خبر داسې مهال ورکوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغانستان د لوېدیځوالو د مالي او پر بانکي سیستم یې د بندیزونو له امله په دې هېواد کې د رغونې ډېرې هغې پروژې چې په لسګونو زره کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې وه، په ټپه درېدلې دي.