د امریکا سوداګریز لیګ؛ پایلوبه مای نیویارک لوبډلې وګټله
![د امریکا سوداګریز لیګ؛ پایلوبه مای نیویارک لوبډلې وګټله](https://gdb.rferl.org/000a0000-0aff-0242-6989-08dac0aa7ee2_w800_h450.jpg)
د امریکا د میجرلیګ کرکټ پایلوبه د مای نیویارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.
پایلوبه تېره شپه ناوخته د مای نیویارک او سیاټل اورکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير نیویارک لوبډلې وګټله.
سیاټل لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۴ منډو هدف یې ټاکلی و.
د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې کوانټین ډیکاک ۸۷ منډې کړې وې.
مای نیویارک لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې راشدخان ښه وځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
نیویارک، ورکړل شوی هدف د لوبډلمشر نیکولاس پورن د ۱۳۷ منډو پر مټ په ۱۶ اور کې د ۳ ویکټو په سوځېدو پوره کړ.
دا لومړی ځل و چې په امریکا کې د کرکټ سوداګریز لیګ ترسره کیږي.
باید وویل شي، چې مای نیویارک لوبډله هم د ممبي اینډینز لوبډلې د مالکې اړوند لوبډله وه او په یاد لیګ کې ګڼو نورو هندي پانګوالو هم پانګونه کړې وه.