اسټرالیا د سقوط شوې الوتکې د احتمالي مړو نومونه اعلان کړل
د جمعې ناوخته د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو دغه MRH-90 ډوله الوتکه د کوینسلنډ ساحل ته څېرمه سمندر ته نسکوره شوه.
دغې الوتکې په هغو پوځي تمریناتو کې برخه اخیسته، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسټرالیا ترمنځ پلان شوي وو.
د اسټرالیا لوی درستیز ډګر جنرال سایمن ستو-ارت نن یکشنبه په سیډني کې له رسنیو سره په خبرو کې د دغو څلورو هغو پوځیانو نومونه خپاره کړل.
دوی په سیډني کې د پوځ د شپږم هوايي غونډ غړي وو.
د لوی درستیز په وینا د دغو کسانو د پلټنې عملیات روان دي او هدف خپلو کورونو ته د دوی ستنول دي.