د ترکیې حکومت: خپلسري سوري کډوال دې له استانبول څخه ووځي
د والي د دفتر پر رسمي ویبپاڼه په خپاره شوې بیان کې په نورو ښارونو کې د سوریې ثبت شوي وګړو ته د سپټمبر تر ۲۴مې پورې مهلت ورکړی، چې له استانبول څخه ووځي او خپلو لومړنیو سیمو ته ستانه شي.
د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلي میلیونونه سوریايي کډوال د ترکیې په بېلابېلو برخو، په تېره په سرحدي ښارونو کې اوسېږي.
له استانبول څخه په ۲۰۱۹ کال کې هم د یوه ورته کمپاین په ترڅ کې زرګونه سوریايي کډوال ایستل شوي وو.