د افغان کرکټ پخوانی مقام د امریکا د کرکټ بورډ اجرایه مشر ټاکل شوی
د امریکا د کرکټ بورډ ادارې پرون په یوه اعلامیه کې له دې خبر سره لیکلي، چې ښاغلي مراد د ډېرو کسانو له منځ نه لومړی د شپږو کسانو لیست او بیا د درېیو کسانو نهايي لیست ته لار ومونده، چې بالاخره دغې څوکۍ ته وټاکل شو.
نور محمد مراد له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایه مشر و، چې د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنو په هغو کلونو کې د نړیوالو پام ځان ته واړاوه.