یوناما د کابل ښځینه معترضانو سره په تاوتریخوالي ژوره اندیښنه وښوده
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان له تاوتریخوالي پرته په ازاده توګه د نظر څرګندونو حق لري.
یوناما ویلي، اوسني حاکمان باید خلکو ته دغه حق ورکړي.
د طالبانو وسلوالو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او پر دوی یې اوبه وشیندلې، چې په کابل کې د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې.
اعتراض کوونکو ښځو د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه ورکول
: «کار، ډوډۍ او عدالت.»
دغو ښځو چې سینګارځایونه یې لرل وايي، دا له عام ژوند څخه د ښځو د څنډې ته کولو وروستۍ هڅه ده.