بغلان کې څلور کسان د یوې ښځې او د هغې د خاوند د قتل په تور نیول شوي
په دغه ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې تېره شپه په یو کور کې یوه ښځه له خپل مېړه سره د وهلو او ټکولو له امله وژل شوې وه.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان ملااختر محمد بریالي نن چهارشنبه رسنیو ته وویل، چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیولي شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وايي، د دې قتل علت لا نهدی روښانه او جزییات به یې وروسته له رسینو سره شریک کړي.