افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ د مسير د څرنګوالي په اړه موافقه کړې
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په یوه بیان کې وايي چې د درې واړو هېوادونو د اورګاډي د ادارو جګپوړو چارواکو پرون په اسلاماباد کې پرېکړه وکړه چې د اورګاډي د پټلۍ مسیر به له ازبکستان څخه افغانستان ته تر ننوتو وروسته له مزارشریف څخه پیلېږي او د پکتیا ولایت تر خرلاڅي بندر پورې به دوام کوي او بیا به د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره یوځای کېږي.
بیان زیاتوي چې د دې پروژې د تطبیق لپاره یو یوکلن پلان هم لاسلیک شو چې له مخې یې یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړوند معلومات چمتو کوي.
په بیان کې یادونه شوې چې په اسلاماباد کې په دې اړه په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت او ازبکستان سفیر او همدا راز د پاکستان د اورګاډي او مالیې وزیران هم حاضر وو.