ایراني هنرمنده نیوشا قرباني د سندرو ویلو پر وخت پولیسو نیولې ده
عیني شاهدان وايي، نیوشا په داسې حال کې چې د بند اتاق په نوم له خپلې موزیک ډلې سره یې پر سټیج سندرې ویلې، پرون هغو امنیتي مامورینو ونیوله چې ملکي جامې یې اغوستې وې.
د ټولنیزو شبکو ډېرو کاروونکو هم د پېښې راپور ورکړی او ویلي، چې نوموړې نامعلوم ځای ته بیول شوې ده.
په دې اړه نور جزییات نه شته او ایراني چارواکو هم تراوسه رسما څه نه دي ویلي.