کرکټ؛ افغانستان په دویمې شل اوریزې سیالي کې توپوهنه کوي
دغه سیالي چې د یاد هېواد په سېلهت ښار کې ترسره کېږي، کوربه لوبډلې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده.
د افغانستان په يولس کسیز نوملړ کې یوازې یو بدلون راغلی چې د فریدملک پر ځای وفادارمومند ته چانس ورکړل شوی دی.
وفادارمومند نن په لومړي ځل په نړیواله شل اوریزه سیالي کې لوبه کوي.
په نننۍ سیالۍ کې به راشدخان، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او وفادارمومند د افغانستان استازولي وکړي.
د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۲ وېکټو په توپیر کوربه لوبډلې ګټلې ده.