کرکټ؛ په امریکا کې 'میجر لیګ' د درېیو افغان لوبغاړو په ګډون پیلېږي
دغه لیګ چې د 'میجر لیګ کرکټ' په نامه یادېږي، شپږ لوبډلې به په کې یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.
د راپورونو له مخې، د یاد لیګ اکثره پانګهوال د 'آی پي ایل' غوره لیګ د لوبډلو مالکان دي.
په دې لیګ کې به راشدخان او وقار سلامخېل د مای نیویارک او قیس احمد به بیا د سن فرانسیسکو یونوکون لوبډلې ته لوبه وکړي.
یاد لیګ به د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام لري.