د ناروې شارژدافېر له اميرخان متقي سره لیدلي
هغه زياته کړه چې په دې کتنه کې یې د نشه يي توکو د توليد او د تروريستي بريدونو په شمېر کې د کمښت په برخه کې د مثبتو ګامونو يادونه هم کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د دې کتنې په اړه ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په کافي اندازه همکاري نه ده کړې او برعکس یې پر دوی د فشارونو په زیاتولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولي چې دې کار پر باور او عمومي درک دواړو منفي اغېز کړی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو منع کړي او هم یې ښځې په نادولتي موسسو کې له کاره را ګرځولې دي.