د چین لیان جیانګ ښار کې یوه کس د یوه وړکتون دننه ۶ تنه په چړې وژلي
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د پولیسو د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، ۲۵ کلن حمله کوونکی نن دوشنبه تر برید وروسته نیول شوی دی.
په وژل شویو کې یو تن د وړکتون ښوونکی، دوه ماشومان او درې تنه د نورو ماشومانو والدین ښودل شوي دي.
اسوشیټډ پرس لیکلي، چین کې پخوا تر دې هم پر وړکتونونو خونړۍ حملې شوي چې لاملیې تر ډېره رواني ناروغۍ ښودل شوې دي.
چین کې تر ډېره د وسلو پر جوازونو بندیز لګېدلی، خو ځینې جنایي پېښې د چړې یا په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو په وسیله کېږي.