پریګوژین: د مسکو پر لور د مارش هدف د حکومت پرځول نه و
دا لومړی ځل دی چې پریګوژین د مسکو په نږدې دوه سوه کیلومتري واټن کې د خپل مارش له پرېښودو وروسته په یو غږیز پیغام کې خبرې کوي.
پریګوژین په دې یوولس دقیقې پیغام کې وايي، چې خپل مارش یې د بېعدالتۍ په خاطر پیل کړ.
د نوموړي اشاره هغې ادعا ته وه، چې ګنې د روسیې پوځ د ده پر ځواکونو برید کړی.
د واګنر ملېشو مشر دا نه دي ویلي، چې اوسمهال په کوم ځای کې دی او د راتلونکي لپاره څه پلان لري.