د واګنر ملېشو له نه ستنېدو وروسته روسیې پر لارو اېښودل شوې موانع لیرې کړي
د دغې ډلې جنګیالي پرون روستوف ښار ته له ننوتلو وروسته د مسکو خواته وخوځېدل، خو وروسته یې مشر ایفګیني پریګوژین خپلو ملېشو ته امر وکړ چې خپل حرکت بند کړي او خپلو مرکزونه ته ستانه شي.
په همدې حال کې کریملین ویلي، پریګوژین د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ځي.
کریملین ویلي، دغه هوکړه د بېلاروس د واکمن الکساندر لوکا شینکو په منځګړیتوب ترلاسه شوې ده.