د کاسوو چارواکي د عملياتو پر مهال د وسلو په ځای پر ځای کولو تورن شوي
پیتکوویچ چې پرون شنبې په پلازمېنه بلګراد کې خبرې کولې وویل، هغه وسلې چې د کاسوو پولیسو د زویچان سیمې ښاروالۍ ته نږدې وموندلې، په کاسوو کې د بې وسلې کولو د مخکېنیو اقداماتو په ترڅ کې کشف شوې وې، خو وروسته بیا په شمال کې، هلته چې کړکېچ زیات دی، ځای پر ځای شوې دي.
د کاسوو لپاره د سربیا د حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې ټاکل شوې له دې وسلو څخه د سرب توکمو له لوري د یوې تروریستي حملې لپاره کار واخیستل شي.