د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو لېږدونکو سوداګرو قانوني اسناد بشپړېږي
دې وزارت پرون شنبې په یوه بیان کې تینګار وکړ، چې د هېواد له شمال څخه تر جنوبي اسیا پورې د ګاز او نورو نفتي موادو ټرانزیټ نه یوازې د افغانستان سوداګري نه محدودوي، بلکې د ملي عوایدو د زیاتولو ترڅنګ د ټرانسپورټي سکتور د فعالېدو سبب کېږي او افغانانو ته د کار امکانات برابروي.
د راپورونو له مخې له افغانستانه هره ورځ په نفتي موادو بار لسګونه ټانکرونه پاکستان ته چې د انرژۍ د کمښت له بحران سره مخامخ دی ننوځي.