اوکرایني پوځیانو د روسیې ۱۳ کروز توغندي ویشتلي
د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونه وايي، دغه حمله تېره نیمه شپه د یوې سټراتېژیکې الوتکې له خوا د کسپین سمندرګي له لوري شوې وه.
د اوکراین پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی هوايي مدافع نامشخصې بې پېلوټه الوتکې هم ویشتلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د اوکراین پر پوځي اډې حمله، په اوکراین کې د روسیې د میزایلو او بې پېلوټه الوتکو د حملو د تازه څپې یوه برخه ده.
په اوکراین کې د څو ساعتونو لپاره د هوايي حملو د خطر زنګ غږول شوی دی.