پاکستاني پولیسو د انسانانو د قاچاق په تور ۷ کسان نیولي
دا کسان د یونان په اوبو کې تېره اوونۍ د یوې بېړۍ تر ډوبېدو وروسته نیول شوي دي.
په دې پېښه کې تر پنځه سوه ډېر کډوال وو، چې یو شمېر یې پاکستانیان هم وو.
پولیس وایي، نیول شوي هغه کسان دي، چې اروپا ته خلک قاچاقي وړي.
یو کس چې له پاکستانه اروپا ته ځي قاچاقبر ته د پنځه زرو او اتو زرو ډالر ترمنځ پیسې ورکوي.