پاکستان ولې افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟
دغه راز مس عینک د درې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې او اسټرالیا د ایشیز په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې په راتلونکي اسیا او نړیوال جام کې د افغانستان سیالان څوک دي او پاکستان ولې له افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟
د دې ترڅنګ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو او د کریسټیانو رونالډو د یوې بلې تاریخي کارنامې په تړاو معلومات هم درته وړاندې کېږي.
دا ځل د پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د افغانستان د ورستیو او راتلونکو لوبو په تړاو مرکه هم اورېدلی شئ.
د لوبو له ميدانه خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: