د روغتيا سازمان تېره میاشت ۱.۴ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمات رسولي
د دې سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۲۲۲ لویو روغتیایي مرکزونو سره څه کم ۴۴ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو مرستې کړي دي.
'ډبلیو ایچ او' همدارنګه ويلي چې په هغو روغتیایي مرکزونو کې چې دا سازمان یې ملاتړ کوي په مې میاشت کې په خوارځواکۍ اخته ټولټال ۴۲۸۴ ماشومان بستري شوي او درملنه یې شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز د بودیجې د کمېدو منفي اغېزو ته په اشاره ویلي، ډېر روغتایي مرکزونه بندېږي او د دې هېواد له لویو روغتونو سره مرستې په کمېدو دي چې دغه وضعیت به پر روغتیایي خدمتونو ناوړه اغېزې ولري او په ناروغانو کې به د زیاتې مړینې سبب شي.