د اروپايي شورا مشر: اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسميت نهپېژني
چارلس میچل دا خبره پرون د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې د دې سرمشریزې پرمهال وکړه.
ده ټینګار وکړ چې طالبان باید د ښځو حقونه ورکړي.
میچل زیاته کړه چې اروپایي ټولنه په فعالانه ډول هڅې کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي څو افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم خپل کارونه ترسره کړي.
د اروپایي شورا مشر په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې اروپایي ټولنه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي.
په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې د استازیو ترڅنګ د قزاقستان، تاجکستان او اوزبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه واخیسته.