سریلانکا په آیپيایل کې خپل ځلېدلی لوبغاړی د افغانستان پر وړاندې لوبوي
ماتیشا پاتیرانا، چې د هند د غوره لیګ په اتلې لوبډلې چینای سوپرګینګز کې لوبېده، پرون سهشنبې د افغانستان په وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته وبلل شو.
دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا په ملي لوبډله کې شاملېږي.
پاتیرانا، چې د کوچني ملینګا په نوم مشهور شوی، د هند په غوره لیګ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځول.